د افغانستان امنیت شورا د سولې د عالي مشورتي بورډ له جوړولو خبر ورکوي.
که څه هم طالبانو تر دې مهاله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالی نه دی ښودلی، خو حکومت د مذاکراتو پرمخ بیولو لپاره مشورتي بورډ، مرکچي پلاوی او څو نورې کمېټې مشخصې کړې.
د ولسمشر محمد اشرف غني د يوه فرمان له مخې، د سولې عالي مشورتي بورډ مشري به پخپله ولسمشر کوي او له لارې به یې هڅه کېږي چې د سیاسي څېرو، جهادي رهبرانو او د ټولنې له نورو اقشارو سره په مشورې د سولې بهیر پرمخ يوړل شي.
د ولسمشر په فرمان کې راغلي چې د سولې عالي مشورتي بورډ به له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو څارنه کوي او د دارلانشا چارې به یې د ملي امنیت شورا په غاړه وي.
د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین د سې شنبې په ماښام ناوخته په يوه ویډويي پیغام کې په دې اړه داسې وویل:
"د سولې عالي مشورتي بورډ او مذاکره کوونکي پلاوي کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ارشد کارکوونکي، کاري کمېټې او دارلانشا شامل دي او هر يوه کمېټه به د دغه بورډ کارونه له مخورو سره په مشورې ډېر ژر نهايي کړي."
د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان کې راغلي چې د سولې عالي مشورتي بورډ به خپلې ناستې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو، د دواړو مجلسونو د رئیسانو، قاضي القضات، د ملي امنیت د شورا سلاکار، د ولسمشر دفتر، لوی څارنوال، د ملي امنیت رئیس، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د سیمه ییزو ارګانونو د رئیس، د علماوو د شورا د رئیس او د سولې عالي شورا د دارلانشا د رئیس په ګډون ترسره کوي.
په فرمان کې روښانه شوې چې مرکچي پلاوی د ولسمشر د دفتر د رئیس په مشرۍ موظفه ده چې د سولې د عالي مشورتي بورډ په لارښوونه د سولې خبرې مخته يوسي.
په ورته وخت کې ۹ کمېټې هم جوړې شوي چې د ټولنې مختلفو اقشارو څخه نظریات ترلاسه او خلکو ته د سولې د خبرو د پرمخ بیولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.
په دغو کمېټو کې د سیاسي ګوندونو، علماوو، ښځو، قومي مشرانو، مدني او فرهنګي فعالانو، خصوصي سکټور، مهاجرین، ځوانانو او د جنګ د قربانیانو د کورنیو استازي شامل دي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود د سولې د عالي او مشورتي بورډ جوړېدل ګټور بولي، خو وايي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو پرمخ بیولو لپاره ټاکل شوی پلاوی د منلو نه دی.
شهزاده مسعود
دی وایي:
"د مشورتي بورډ جوړېدل ښه دي، خو له طالبانو سره د مذاکره کوونکي پلاوي په اړه باید ووایم چې يو ملي کمېسيون باید جوړ شي، کوم کمېسون چې د حکومت له خوا اعلان شوی، فکر نه کوم چې طالبان له دوی سره خبرې وکړي او یا هم دا کمېسيون ملي اراده تمثیل کړي، زیاتره سیاسي ګوندونه هم دغه مذاکره کوونکی ټیم ردوي."
له دې وړاندې هم د سولې د ۱۲ کسیز پلاوي په اړه انتقادونه مطرح شوي دي او يو شمېر سیاسي ګوندونو او کارپوهانو ویلي چې د ولسمشر له خوا ياد ټاکل شوی پلاوی له طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمخ بیولو توان نه لري.
په ورته وخت کې يو شمېر امریکايي رسنیو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې په دې ورځو کې د سیمې له هېوادونو په لیدنه بوخت دی، خبر ورکړی چې افغان سیاسیون باید د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصته ملاتړ وکړي او د امریکا په حضور او دوامدارې همکارۍ دې زړه نه تړي.
راپور: محمد واصل وصال