په قرغزستان کې یوې محکمې نن یو کس د اختطاف او قتل په جرم زنداني کړ

ارشیف

د قرغزستان یوې محکمې نن یو وګړی د یوې ځوانې ښځې د اختطاف او قتل په جرم په ۲۰ کاله زندان محکوم کړ.

دې پېښې په قرغزستان کې له څو میاشتو راهیسې جدي بحثونه راپورته کړي او ډېر خلک یې په قهر کړي دي.

د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې یوې محکمې نن مارس بودوشیف په دې محکوم کړ چې یوه ۲۰ کلنه ښځه یې تښتولې، واده ته يې مجبوره کړې او بیا يې وژلې ده.

په جرم کې د بودوشیف ملګری په اووه کاله بند محکوم شوی دی.

بودوشیف ۲۹ کلن دی.

د مې میاشتې په ۲۷مه بودویشف د قرغزستان په شمال کې د پولیسو په یوه مرکز کې دا ځوانه ښځه په چړه وهلې او وژلې یې وه.

په قرغزستان کې ډېر خلک له دې امله چې پولیس نه وو توانېدلي چې د دې جرم مخنیوی وکړي، په قهر وو.

تر دې پېښې وروسته مظاهرې وشوې او حکومت مجبور شو چې د پولیسو یو شمېر چارواکي او ټيټ رتبه پولیسو له دندو لېري کړي.