د افغان ښځو د فوټبال ځینې لوبغاړې پر دوی د جنسي ځورونې تورونه بې بنسټه بولي

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي په دوی د جنسي ځورونې لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي او په دې اړه د جدي څېړنو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي وايي، د دغې لوبډلې پخوانۍ مدیرې خالدې پوپلزۍ د دوی له عزته سره لوبې کړي او دوی د خپل حيثیت اعاده غواړي.

دوی د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په دفتر کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د اغلې پوپلزۍ بې بنسټو ادعاوو دوی ته رواني ستونزې پیدا کړي او خلک ورته په سپک نظر ګوري.

دوو تنو لوبغاړو ارزو رحیمي او نیلاب محمدي په دې اړه داسې وویل:

"يو وخت مې په ویاړ سره ویل چې زه د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړې يم، خو له کومې راهیسې چې خالدې پوپلزۍ دغه ادعاوې کړي، زه اوس نشم کولای چې د خپل پلار او وروڼو سترګو ته وګورم، په پوهنتون، ښار او دنده کې ټول موږ ته په سپک نظر ګوري، موږ لس کاله کېږي چې دلته فوټبال کوو، ټول زموږ ملاتړ کوي او موږ سره د فوټبال فدراسیون د مسؤلیو له خوا هېڅ ډول ناوړه چلند نه دی شوی."

"له هر رزونکي او بل کس سره چې شخصي ستونزه لرې، له هغه سره يې حل کړه، ولې غواړې چې د فوټبال د ملي لوبدلې نوم بد کړې، د ملي لوبدلې د يوې لوبغاړې په توګه، د خلکو د ډېرو خبرو له لاسه موږ له يوه رواني جنګ سره مخ یوو."

دوی له افغان حکومته غواړي چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې په لوبغاړو د جنسي ځورونې د تورونو قضیه په شفاف ډول وڅېړي او ژر تر ژره یې پایلې له دوی او ولس سره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ مدیرې خالدې پوپلزۍ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي په جنسي ځورونه تورن کړي وو.

پوپلزۍ ویلي، د افغان ښځو فوټبالرانو سره د فوټبال فدراسیون چارواکو د ناوړه چلند او جنسي ځورونې فلم او عکسونه لري چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا سره یې هم شریک کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي، د شفافو څېړنو په خاطر به دا اسناد د افغانستان د لويې څارنوالۍ په واک کې هم ورکړي.

د دغو ادعاوو شااوخوا يوه اوونۍ وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د رئیس، سکرتر جنرال، مرستیال، د دروازې د ساتونکو او د کېمټې او ولایتي اړیکو د مسؤل دندې وځنډولې چې دغه چاره د فوټبال د فدراسیون مسؤلینو غېر قانوني وبلله او لا هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ډاډ ورکوي چې ياده قضیه د ګمارل شوي پلاوي له خوا په شفاف او بې پرې ډول څېړل کېږي او په دې اړه به ډېر ژر وروستي معلومات له خلکو سره شریک شي.

جمشېد رسولي

ده وویل:

"د افغانستان لویه څارنوالي ډاډ ورکوي چې دغه قضیه په بې پرې او شفاف ډول څېړي او د اسنادو او شواهدو او قانون په رڼا کې پرېکړه کېږي، په دې برخه کې له ځينو کسانو څېړنې شوي او ګمارل شوي پلاوي ته ځيني معلومات هم رسېدلي دي."

بل خوا د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا هم ویلي چې د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د جنسي ځورونې په اړه پلټنې او څېړنې کوي.

د ورزشي چارو افغان کارپوهان له دې ډلې سمیع الله پام وايي، ښايي فیفا د خپلو پلټنو په نتیجه کې د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د شته ستونزو او د دغه فدراسیون د انتخاباتو پر سر د راپورته شویو جنجالونو له امله په نړیوال فدراسیون کې د افغانستان غړیتوب وځنډوي چې دا به د افغانستان فوټبال له لوی زیان سره مخ کړي.

راپور: محمد واصل وصال