تریزا مې د اروپايي ټولنې ځينو غړو سره د بريګزيټ په اړه خبرې پيل کړې

د بریتانیې صدراعظمې تريزا مې نن سې شنبه د اروپايي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو یا بريګزيټ په اړه پر خپل پلان خبرې پيل کړې.

هغې نن سهار د هالنډ په هاګ ښار کې د هغه هېواد د صدراعظم مارک روت سره وکتل.

تریزا مې به د صدراعظمې انګلا مېرکل سره د کتلو لپاره برلین او له یوشمېر نورو اروپايي مشرانو سره د خبرو لپاره بروکسل ته هم ولاړه شي.

د بریتانيې صدراعظمې پرون په خپل پارلمان کې یوه مهمه رایګيري وځنډوله.

ټاکل شوې چې بریتانیا د مارچ په میاشت کې له اروپايي اتحادیې ووځي.

د اروپايي شورا مشر د اتحادیې ۲۷ نورو غړو ته سپارښتنه کړې چې پر بريګزيټ له بل وار معاملې ډډه وکړي، خو له بریتانیې سره په وتلو کې همکاري کولای شي.