د کندهار په ارغستان کې پر پوستو په حمله کې ۸ پولیس وژل شوي

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو په حمله کې ۸ پولیس وژل شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې حمله تېره شپه د سندرزو په کلي کې وشوه.

د دراني په وینا، په حمله کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې سیمې ته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

وسله والو طالبانو په یوه ايمېل کې خبریالانو ته ویلي چې تېره شپه په حمله کې د ملي پولیسو درې قوماندانان او د ملي اردو ۲۲ عسکر وژل شوي دي.