د افغانستان په شمال ختیځ زون کې د نیالګیو کېنولو د خزاني کمپاین په ترڅ کې ۴۰۰۰ مېوه لرونکي باغونه جوړېږي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ملي پروګرام مسوولین وايي چې د دغو نیالګیو لګښت ۳۲ میلیونه افغانۍ دی چې ۵۰ سلنه یې بڼوال ورکوي.
د دغه پروګرام رئیس محمد غلام ملاخېل ازادي راډيو ته وویل چې دا نیالګي د وچکالیو او اقلیمي بدلونونو ته په پام سره داسې انتخاب شوي چې اوبه کمې خوري او په للمي ځمکو کې کېنول کېږي.
د شمال ختیځ زون بڼوال له دې پروګرام هرکلی کوي او وايي چې په دې سره به د دوی په اقتصاد کې د پام وړ بدلون راشي.