فانون: روسیه د «Nord Stream 2» په وسیله پر اروپا نفوذ پراخول غواړي

یوه امریکايي چارواکي خبرداری ورکړی چې روسیه غواړي د شمالي سټریم دوه Nord Stream 2 په نوم د طبیعي ګاز د پایپ لاین په وسیله پر اروپا خپل نفوذ پراخ کړي او پر اوکراین ولکه ټینګه کړي.

د انرژۍ د سرچینو په چارو کې د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرانسس فانون پرون وویل، روسیه د اروپا د لویدیځ خوا ته د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي او غواړي چې اوکراین په خپله ولکه کې وساتي.

سټریم دوه پروژه له بالتیک سمندرګي لاندې تېرېږي او د روسیې ګاز په سیده لاره لویدیځې اروپا ته رسوي.

دا پروژه له اوسني پایپ لاین څخه چې د اوکراین له لارې تېرېږي بېله ده.

متحد ایالاتو له اروپايي هېوادونو غوښتي چې یا د بالتیک سمندرګي له لارې د ستریم دوه پروژې مخه ونیسي او یا یې پلان بدل کړي.