د یمن لپاره د «م.م» استازی: پر مهمو موضوعاتو لا توافق نه‌دی شوی

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي چې د جګړې ښکېلو خواوو د سولې په خبرو کې په بندري ښار حدیده کې د اوربند او د صنعا د هوایي ډګر د پرانېستل کېدو په ګډون پر مهمو موضوعاتو تراوسه توافق نه‌دی کړی.

مارټین ګریفیت دغه څرګندونې پرون دوشنبې خبریالانو ته وکړې او زیاته یې کړه چې په‌دې اړه به سلا او مشورې دوام وکړي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب دغه خبرې چې تېره اوونۍ په سویډن کې پیل شوي، د ډیسمبر تر۱۳مې دوام وکړي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دغه راز وویل چې د یمن د حوثي یاغیانو او د عبد ربو منصور هادي په مشرۍ د حکومت ترمنځ د سولې بل دور خبرې به د راتلونکي کال په لومړيو کې ترسره شي.

حوثي یاغیان د ایران له ملاتړه او د هادي حکومت هم د سعوي په مشرۍ ائتلاف له ملاتړه برخمن دي.

د یمن په جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او دا هېواد یې په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ کړی دی.