یو جرمنی چې په افغانستان کې یې د وسلهوالو طالبانو لپاره په جګړه کې ګډون کړی و، په یوې ترهګرې ډله کې د غړیتوب په جرم محکوم شوی دی.
د جرمني د «ډي.پي.اې» خبري اژانس پرون خبر ورکړ چې د دوزلدورف ایالتي محکمې ۳۷ کلن توماس چې تخلص یې یواځې K ښودل شوی، په شپږو کلونو بند محکوم کړ.
څارنوالانو وویل چې هغه په ۲۰۱۳ میلادي کال د طالبانو لپاره جګړه پیل کړې او د روان کال تر فبرورۍ پورې چې نیول کېږي، دغې جګړې ته دوام ورکړی و. نوموړی په اپریل میاشت کې بېرته جرمني ته ستون کړی شو.
د څارنوالانو په وینا نوموړي په دې موده کې چاویدیدونکي وسیلې برابرولې، د ځانوژونکو حملو لپاره یې تیاری نیوه او هم یې د جرمني د سخت دریځو په یوه ویډیو کې تبلیغ کړی و.