ولي محمد: په فاریاب کې لوږې د یوه ماشوم او بوډا سړي په ګډون ۷ ښځې وژلي

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس وایي چې د دې ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې شاوخوا زر کورنۍ د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخامخې دي.

محمد طاهر رحماني ویلي چې که دغو کورنیو ته سمدستي خوراکي مواد ونه رسېږي، په سیمه کې به بشري ناورین رامنځ ته شي.

د پشتون کوټ ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې سیمه یې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه او له څو اونیو راهیسې یې هم ټولې لارې بندې کړي دي.

د سرحوض د سیمې یوه اوسیدونکي ولي محمد رویټرز ته ویلي چې تر اوسه اووه ښځې، یو ماشوم او یو بوډا سړی د لوږې له امله مړه شوي دي.

د فاریاب د والي ویاند جاوېد بیدار وایي چې پر خوراکي موادو بار دوه لارۍ یې پشتون کوټ ته استولي او امنیتي ځواکونه هم سیمې ته د غځېدلو لارو د پرانېستل کېدو لپاره عملیاتو ته تیاری نیسي.