د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمېټه د افغانستان د کانونو په سکټور کې د فساد او يو لړ مهمو زیانونو خبره کوي.
د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې د افغانستان د کانونو په سکټور کې د فساد د زیانونو په اړه د خپل څېړنیز راپور د شریکولو ترڅنګ په دغه سکټور کې د اصلاحاتو په هدف ۱۸۵ سپارښتنې هم وړاندې کړې.
د دغې کمېټې رئیس باري سلام د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کانونو سکټور په اړه د يادې کمېټې د څېړنو د راپور د خپرولو پرمهال وویل چې د دوی د موندنو له مخې د کانونو د قراردادونو د ورکړې بهیر دومره اوږد او کمزوری دی چې په دغه سکټور کې د فساد او بهرنیو مداخلو لامل شوی.
آرشیف
ده وویل:
"زموږه يوه مهمه موندنه دا ده چې د قراردادونو د ورکړې پروسه ډېره اوږده، پېچلې او کمزورې ده چې له امله یې بهرنۍ مداخلې زیاتېږي، د دې ترڅنګ بله ستونزه دا ده چې د کانونو لپاره د غوښتنلیک ورکوونکو په اړه سمه ارزونه او څېړنه نه کېږي، یعنې د دوی سیاسي اړیکې او روابط نه ارزیابي کېږي."
د ښاغلي سلام په خبره، د کانونو د قراردادونو د ورکړې بهیر ۲۱ مرحلې لري چې لنډون او روښانتیا ته اړتیا لري.
د کانونو وزارت او نورو اړوندو ارګانونو ترمنځ نه همغږي، د ظرفیت نشتوالی، اړیکو او روابطو له مخې مقررۍ، غېرې قانونوې کېدنې، د کانونو په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو او زورواکو مداخلې او په پالېسيو او تګلارو کې پېچلتیا هغه نورې ستونزې دي چې په دغه راپور کې ورته اشاره شوې.
خو د يادو ستونزو د هواري لپاره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې په راپور کې ۱۸۵ سپارښتنې هم شته چې د دغې کمېټې د مسؤلینو په خبره، په رعایت کولو سره یې د کانونو په سکټور کې زیاتره ستونزې هوارېدلای شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د اصلاحي ستراتيژو ارزونه، د هېواد د کانونو او طبیعي زېرمو د معلوماتو په اړه د ځانګړو تګلارو جوړول، د غیر قانوني کیندنو لپاره د ستراتيژۍ جوړول، د کانونو په برخه کې د ازمايښتي پروژو ترسره کول، د کانونو او پټرولیم وزارت کې د ګمارنو لپاره د ځانګړو طرزالعملونو جوړول او د کانونو په سکټور کې د لازمې همغږۍ رامنځته کېدل هغه مهمې سپارښتنې دي چې د يادې کمېټې له خوا وړاندې شوي دي.
د څارنې او ارزونې د دغې ګډې کمېټې د مسؤلینو په خبره، د دوی له خوا وړاندې شوې سپارښتنې په دقیقه توګه څارل کېږي، څو جوته شي چې تر کومې کچې پلې شوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې راپور کمزوری بولي او د کانونو په سکټور کې د پام وړ اصلاحاتو خبره کوي.
عبدالقدیر مطفي
ده وویل:
"مهمه خبره دا ده چې هغه پرمختګونه چې په دغه سکټور کې شوي، دوی په پام کې نه دي نیولي، دا راپور موږ يو کمزوری راپور بولو، موږ خپل ملاحظات له دوی سره هم شریک کړي، له تاسو سره یې هم شریکوو، په تړونونو او ګڼو نورو برخو کې جدی اصلاحات راغلي دي او موږ ښه پرمختګونه لرو."
افغانستان ګڼې طبیعي سرچینې او کانونه لري چې سره زر، مس، لاجورد، نفت، تالک، مرمر او د ډبرو د سکارو په ګډون، بېلابېلې نورې قیمتي ډبرې په کې شاملې دي چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسيږي.
که څه هم جمهوري ریاست ویلي، چا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه ناوړه ګټه واخلي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په وار وار ډاډ ورکړی و چې په غیر قانوني ډول به د کانونو د کيندنې مخه ونیسي، خو د يو شمېر راپورونو له مخې، د افغانستان ډېری کانونه په غېر قانوني توګه کیندل کېږي.
راپور: محمد واصل وصال