د چين د بهرنيو چارو وزارت د امريکا سفير احضار کړ

د چين د بهرنيو چارو وزارت معين لي يوچينګ په پيکنګ کې د امريکا سفير تيري برندستد «Terry Brandstad» ته خپل اعتراض وړاندې کړي.

دغه اعتراض د برښنايي توليداتو د لوى شرکت هواوې «Huawei» د مالي چارو د رئيسې مينګ وانژو د نيول کېدو په اړه و.

د سينهوا خبري اژانس په حواله، د چين د بهرنيو چارو وزارت معين د مېرمن مينګ وانژو نيول کېدل يو بې‌باکانه اقدام وباله او غوښتنه يې وکړه چې د امريکا متحد ايالتونه دې د هغې د نيول کېدو حکم لغوه کړي، کنه پيکنګ به يې په وړاندې نور اقدامات وکړي.

چينايي چارواکو يوه ورځ مخکې په پيکنګ کې د دې پېښې په تړاو د کاناډا سفير هم احضار کړى و او دې‌ته ورته خبردارى يې ورکړى و.

مينګ وانژو چې ٤٦ کلنه ده، د هواوې شرکت د بنسټ ايښودونکي لور ده چې ٩ ورځې مخکې په کاناډا کې په‌داسې حال کې ونيول شوه چې په ونکوور هوايي ډګر کې له يوې الوتکې ته بلې ته ختله.

هغه د امريکا په غوښتنه پر ايران د لګول شويو بنديزونو د سرغړونې په تور ونيول شوه.

امريکايي چارواکو پر هواوې چينايي شرکت تور پورې کړى چې په هانک کانګ کې دېره له يوه شرکته په استفاده يې په ايران کې داسې وسايل خرڅ کړي چې پر ايران له لګول شويو بنديزونو سرغړونه ګڼل کېږي.

د امريکايي چارواکو په خبره، مېرمن مينګ او هواوې شرکت امريکايي بانکونه له ايران سره د تجارت په مسئله کې تېرايستلي دي.

مينګ وانژو په يوه ليک کې چې په کاناډا کې خپور شو، ټينګار کړى چې بې‌ګناه ده او امريکا ته د سپارل کېدو په صورت کې به د ځان دفاع کوي.

هواوې شرکت په هغو اسنادو کې چې محکمې ته وړاندې شوي، له ايران سره خپل فعاليتونه د امريکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د بنديزونو له محدوديتونو، مقرراتو او قوانينو مطابق ګڼلي دي.