ارمنستان کې "زما ګام" په نوم اتحاد په انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ګټلي

د ارمنستان د سرپرست صدراعظم اتحاد د دغه هېواد په انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ګټلې دي.

د ارمنستان د انتخاباتو وروستي رسمي نتايج ښيي چې د ارمنستان هغه اتحاد چې "زما ګام" په نوم يادېږي په سلو کې ٧٠ اعشاريه ٤ فيصده رأيې ګټلې دي.

د دغه هېواد سرپرست صدراعظم نيکول پشنيان «Nikol Pashinian» د دغه اتحاد مشري کوي.

د ارمنستان د انتخاباتو مرکزي کمېسيون د پرونيو پارلماني انتخاباتو دغه نتايج نن اعلان کړل.

نيکول پشنيان اوس په پارلمان کې اکثريت لري چې کولاى شي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې او اقتصادي اصلاحاتو لپاره خپل پروګرامونه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ٩ مياشتې مخکې په سلګونو زره کسان په لارو کوڅو کې د مظاهرې لپاره راوتلي وو.

په دې اړه نور:

د ارمنستان ټاکنو کې د پاشینیان ائتلاف لویه کامیابي ترلاسه کړې

دغه مظاهرې د دې سبب شوې چې حکومت په سوله‌ييز ډول بدل شي او د ډيموکراتيکې واکمنۍ لپاره په خلکو کې هيلې وټوکېږي.

پخواني واکمن ډيموکرات ګوند يا «HHK» په دغو انتخاباتو کې په سلو کې ٤ اعشاريه ٧ فيصده رأيې ګټلې چې نه‌دى توانېدلى په سلو کې ٥ رأيې خپلې او په ملي اسامبلۍ کې چې ١٠١ سيټونه لري، کومه څوکۍ ترلاسه کړي.

د "زما ګام" اتحاد عمده سيال د ارمنستان د سوکالۍ ګوند چې مشري يې تجار ګاګيک څاروکيان کوي، په سلو کې ٨ اعشاريه ٣ فيصده رأيې ګټلې دي.

د ارمنستان سرپرست صدراعظم نيکول پشنيان نن سهار دغه انتخابات "پاک او شفاف وبلل" او ويې ستايل.

هغه په‌دې اړه پرون هم د خپلې رايې تر کارونې وروسته خبريالانو ته خبرې کړې وې:

"زه ويلاى شم چې موږ له مخکې خپل عمومي هدف ته ورسېدو، دا ازاد، شفاف او ډيموکراتيک انتخابات وو. زموږ عمده هدف ډيموکراسي ده، فکر کوم موږ له مخکې دغه هدف ته ځان رسولى دى. د راتلونکي لپاره مو عمومي هدف د ارمنستان د ډيموکراسۍ بنسټيز کول دي."

د ارمنستان سرپرست صدراعظم نيکول پشنيان

​د ارمنستان د انتخاباتو مرکزي کمېسيون ويلي چې د دوى د لومړنيو معلوماتو له مخې په پارلماني ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه ٤٨ اعشاريه ٦ فيصده وه چې دا د ٢٠١٧میلادي کال د اپرېل مياشتې د پارلماني ټاکنو په نسبت ١٢ فيصده کموالى ښيي.

پشنيان چې د اداري فساد ضد خبريال په توګه يې دنده ترسره کړې، په ارمنستان کې د وروستيو مظاهرو رهبري کوله.

دغو مظاهرو پخوانى رهبر سرژ سرکسيان مجبوره کړ چې له خپلې دندې ليرې شي.

که څه هم د هغه وخت واکمن ګوند په پارلمان کې اکثريت درلود، خو پشنيان بيا هم په تدريجي ډول د صدارت مقام ته وټاکل شو.

نيکول پشنيان په اکتوبر مياشت کې د دې لپاره له خپلې څوکۍ د استعفا خبر اعلان کړ چې پارلمان منحل او په دغه هېواد کې تر وخت مخکې انتخاباتو ته زمينه برابره شي.

تر هغو چې نوى پارلمان او نوى صدراعظم ټاکل کېږي، نيکول پشنيان به د سرپرست صدراعظم په توګه خپلې چارې پرمخ بيايي.