د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون نن ملت ته وینا کوي

ټاکل شوې ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون نن ملت ته وینا وکړي.

ولسمشر مکرون په داسې وخت د فرانسې خلکو ته وینا کوي چې حکومت يې د هغو پراخو مظاهرو د ارامولو هڅې کوي چې له تېرو څلورو اوونیو راهیسې يې دا هېواد لړزولی دی.

د امانوئل مکرون دفتر ویلي، هغه به د ماښام په اتو بجو له الېزې ماڼۍ څخه وینا وکړي.

پر تیلو د ماليې د لوړولو په اړه د مکرون د پریکړې په عکس العمل کې په پایتخت پاریس کې د زېړ واسکټونو په نوم له بلوا ډکې مظاهرې پیل شوي.

تمه ده چې ولسمشر مکرون تر خپلې نننۍ وینا مخکې د فرانسې د سوداګرۍ له ټولنې او تجارانو سره غونډه وکړي.

که څه هم نوموړي د ډیسمبر په ۵مه نېټه وویل چې د ماليې د لوړولو پریکړه به بېرته واخلي، خو مظاهره چیانو خپل اعتراض ته دوام ورکړی او د تنخواګانو د زیاتوالي په ګډون ځینې نورې غوښتنې يې هم مطرح کړي دي.