د ارمنستان په پرونیو له وخت نه مخکې پارلماني انتخاباتو کې د سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان په مشرۍ ائتلاف لویه کامیابي ترلاسه کړې ده.
د پاشینیان په مشرۍ ائتلاف څه د پاسه اویا په سلو کې رأيې خپلې کړي دي او خپلو سیالو ډلو ته يې په اسانه ماتې ورکړې ده.
نیکول پاشینیان نن د خپل ائتلاف د بري په اړه ویلي دي چې انقلابي اکثریت يې ګټلی دی.
نوموړي د انتخاباتو پروسه شفافه وبلله او خبریالانو ته يې چې خلکو د انقلابي اکثریت لپاره رأيه ورکړې ده.