د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د ترکیې غوښتنه چې د جمال خاشقجي په وژنې تورن کسان ور وسپاري رد کړه.
عادل الجبیر پرون په ریاض کې د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا د ناستې په پای کې وویل چې "موږ خپل اتباع نه مستردوو."
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تکرار له سعودي عربستانه غوښتي چې د جمال خاشقجي د وژنې تورن خلک ترکیې ته وسپاري.
خاشقجي د سعودي پخوانی خبریال و چې په وروستیو کې یې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته کالمونه لیکل د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ دننه ووژل شو.
د ترکیې یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ د استانبول د څارنوالانو د مشر په غوښتنه د سعودي عربستان د استخباراتي د پخواني مشر احمد الحصیري او د شاهي محکمې د پخواني سلاکار سعود القحطاني د نیولو امر ورکړ.