د روسیې د تاتارستان په مرکز کازان کې سلګونه کسانو پهدې خاطر مظاهره کړې چې وايي، چارواکي یې ناقانونه کارونه کوي.
مظاهرهچیانو په تاتارستان کې د خاورو خځلو د ریسایکل د مرکز د پرانېستې په پلان، د تاتاري ژبې د تدریس په بندېدو او په ناقانونه توګه د مجرم پېژندل شوېو کسانو د حقونو په خاطر غږ پورته کړ.
د رپوټونو په اساس پرونۍ مظاهرې د تحریم شوي اپوزیسیون او ښاریانو لهخوا په میلینیوم مرکزي میدان کې وشوې.