جانسن: که پارلمان بریکزېټ تصویب هم نه کړي، تریزا مې دندې ته دوام ورکولای شي

د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن

د بريتانیا د حکومت دوو وزیرانو ویلي دي چې که په پارلمان کې له اروپايي ټولنې د بريتانیا د وتلو طرحه تصویب نشي، نو د دې هېواد صدراعظمه تریزا مې لاهم په واک کې پاتې کېدای شي.

د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن نن یکشنبې وویل چې که پارلمان له اروپايي ټولنې د بريتانیا د وتلو طرحه بریکزېټ تصویب نه کړي، اوسنۍ صدراعظمه تریزا مې بیاهم پر خپله دنده پاتې کېدای شي.

د تریزا مې حکومت په تېره میلادي میاشت کې په بروکسل کې پر یوې طرحې موافقه وکړه چې له مخې یې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانیا د وتلو بهیر د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې بشپړېږي، خو دا سند باید د پارلمان له خوا هم تصویب شي.

د بریتانیا صدراعظمه تریزا مې

جانس چې د بریکزیت له مخکښو کمپاینرانو څخه دی، نن BBC ته وویل، که پارلمان د بریکزیټ طرحه رد کړي، نو مېرمن تریزا مې باید بیا بروکسل ته ولاړه شي او له اروپايي ټولنې سره په دې اړه خبرې وکړي.

له دې مخکې له اروپايي ټولنې د بريتانیا د وتلو د چارو وزیر سټیفن بارکلي هم ویلي وو چې که پارلمان د بریکزیټ طرحه تأیید نه کړي، نو مېرمن مې کولای شي چې خپل کار ته دوام ورکړي.

ښاغلي بارکلي همداراز ویلي وو، فکر نه کوي چې له اروپايي ټولنې څخه د ناروې په دود د بريتانیا له وتلو سره به د هغې نظرپوښتنې نتیجې ته درناوی شي چې په ۲۰۱۶ کې وشوه او په نتیجه کې یې د بريتانیا اکثریت وګړو له اروپايي ټولنې د وتلو ملاتړ وکړ.

له اروپايي ټولنې د بريتانیا د وتلو مرستیال وزیر کواسي کوارتینګ نن وویل، د بريتانیا په پارلمان کې به د سې شنبې په ورځ له اروپايي ټولنې د دې هېواد د وتلو د هغې طرحې په اړه رأیې واخیستل شي چې مېرمن مې د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره موافقه پرې کړې ده.

یوې بريتانوۍ ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و چې ښايي دا رأیې وځنډېږي.

کوارتینګ سکای نیوز شبکې ته وویل، دی فکر کوي چې پارلمان به دې طرحې ته رأیې ورکړي او حکومت به دا رأیې وګټي.

د مېرمن مې د محافظه کار ګوند په ګډون د بريتانیا ډېری سیاسي ګوندونو له اروپايي ټولنې د بريتانیا د وتلو له طرحې سره مخالفت څرګند کړی دی.

صدراعظمې مېرمن مې له دې مخکې ډېلي مېل ورځپاڼې ته ویلي وو چې که پارلمان له اروپايي ټولنې د بريتانیا د وتلو طرحه تصویب نه کړي، نو دا هېواد به له مبهم برخلیک او خطرناکې بې اطمنانۍ سره مخامخ شي.

هغې د پارلمان غړو ته خبرداری ورکړ چې ښايي د دوی اقدام د بې وخته انتخاباتو باعث شي او په نتیجه کې به له اروپايي ټولنې د بريتانیا د وتلو طرحه هم له منځه ولاړه شي.

په پام کې ده چې د بریکزیټ پلوي فعالان نن په لندن کې مظاهره وکړي او د دې طرحې مخالفینو هم اعتراضونه پلان کړې دي.