د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړو او رئیس د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له خوا د کابل ولایت د رأیو د باطلولو اعلان او په دې اړه بېرته مصلحت ته غاړه کېښودل د قانون خلاف عمل وباله.
د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید په خپلو چارو کې احساساتي نه، بلکې له قانون سره سم عمل وکړي.
د دغې جرګې ځینو غړو د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومی غونډه کې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له خوا د کابل د رأیو د باطلېدو په اړه وویل، دغه کمېسیون صلاحیت نه لري چې د رأیو ورکوونکو پاکې رأیې له نظره وغورځوي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار په دې اړه د یو شمېر سناتورانو له بحثونو وروسته وویل:
"کومه پرېکړه چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کړې، هېڅ قانوني صبغه نه لري، قانون وايي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسون هغه وخت مداخله کوي چې لومړنۍ نتیجه اعلان کړي او د خلکو له شکایتونو وروسته خپله محکمه کوي، قانون کې دا نه دي ذکر شوي چې د ټولو رأیو ورکوونکو رأیې دې باطل شي، دا یوه ناحقه سیاسي لوبه ده، فشار راوستل دي او بهرني لاسونه په کې دخیل دي."
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ ناوخته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په یوې خبري ناسته کې د کابل ولایت د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې د انتخاباتو ټولې رأیې باطلې اعلان کړې.
دغه ناڅاپي اعلان د کابل ولایت د رأیو ورکوونکو، کاندیدانو، سیاسیونو او مدني ټولنې له غبرګون سره مخ شو.
رأیو ورکوونکو او کاندیدانو وویل، کابل له تخنیکي، امنیتي او د څارله پلوه د انتخاباتو لپاره د نورو ولایتونو په نسبت مجهز و او په ټوله کې ېې د رأیو باطلېدل حیرانوونکې موضوع ده.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له خوا د کابل د رأیو له باطلېدو یوه ورځ وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه اعلان غیر قانوني وباله.
د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د جرګې غړي غلام محی الدین منصف وویل، که د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پرېکړه قانوني وه، باید عملي شوې وای، خو اوس چې د حکومت په مشوره د خپلې پرېکړې په اړه مصلحت ته غاړه ږدي، دا د جرم د پاسه جرم دی او د یاد کمېسیون رئیس او غړي یې باید په محکمه کې ځواب ووايي.
په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ورسره جدي ژمنه کړې چې د میزان د میاشتې د انتخاباتو کره او هغه شفاف اسناد او د پروسې ځانګړتیا به ورسره شریکوي چې پر بنسټ یې د شکایتونو کمېسیون له خپلې پرېکړې واړوي.
ده وویل:
"موږ خپل تصمیم په دې مشروط کړی، هغه اسناد او مدارک چې شفافیت تضمین کړي، موږ ته باید وسپارل شي، یعنې لېست موجود و او که نه، بایومیټریک شوی و، که نه، لومړنۍ ریزلټ شیټ څه و، دا ټول مدارک دي چې له مخې یې باید رأیې وشمېرل شي، خو اوس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمن شوی دی."
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات ازادي راډیو ته وویل چې د دوی چارې رڼې دي او حاضر دي چې په دې اړه هر ډول اسناد وړاندې کړي.
د انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په همدې ورځ د ولسي جرګې د بشري حقونو، د ښځو چارو او مدني ټولنې په کمېسیون کې ټینګار وکړ چې انتخاباتي کمېسیونونه دې د ملي ګټو او د هېواد موجوده وضعیت ته په پام سره، دغه اختلاف له منځه یوسي او که نه نو خلک به په هېواد کې پر دې او راتلونکو نورو انتخاباتو بې باوره شي.
راپور: خان محمد سیند