چارواکي: که مرکزي اداره د چنارتو ولسوالۍ ته پام ونه کړي، سقوط به شي!

ارشیف

د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، وسله وال طالبان پلان لري چې دغه ولسوالي سقوط کړي.

یاد مسؤلین له مرکزي او ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې یادې ولسوالۍ ته اضافي سرتېري واستوي.

په ورته وخت کې د ارزګان د امنیې قوماندانۍ مسؤلین وايي، د وسله والو طالبانو هغه پلانونه یې ورشنډ کړي چې غوښتل يې، یاده ولسوالي سقوط کړي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور