ولسمشر غني: شخصي ګټو ته په ملي ګټو ترجیح نړیوالې مرستې حیف او میل کړې

ولسمشر غني وایي چې فساد او بې عدالتي په افغانستان کې د دې لامل شوې چې قانون عملي نه شي او دا هېواد د نړیوالو له پوښتنو سره مخامخ شي.

ولسشمر غني وایي چې په تېرو کلونو کې د مفسدینو پرضد د قانون نه عملي کېدل افغانستان د نړیوالو له پوښتنو سره مخامخ کړی او دا هېواد اوس باید د مرسته شویو پیسو د لګښت په اړه ځواب ووایي.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په غونډه کې وویل چې له فساد د مبارزې په برخه کې نړیوال هم باید له دې هېواد سره په ټینګه ملګرتیا وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې په افغانستان کي ملي بسیج ته اړتیا ده.

ښاغلي غني وویل:

"ملیاردونه ډالر راغلل، ولې زمونږ د اوبو سېستم عیار نه شو، ولي مو سړکونه او زېربناوې جوړې نه شوې، ځکه چې مونږ د پېښو مدیریت ونه کړ، شخصي ګټو ته مو په ملي ګټو ترجیح ورکړه او نتیجه دا ده چې نن نړۍ پوښتنه کوي چې مرسته مو درسره وکړه، خو تاسو ځان ته څه وکړل او مونږ باید دې پوښتنې ته ځواب ورکړو."

ښاغلی غني وایي چې فساد د ده حکومت ته په میراث پاتې دی او په تېرو کلونو کې د نړیوالو له خوا د ميلیاردونو ډالرو له مرستو سره سره اساسي پروژې او لارې سمې نه دي جوړې شوي.

د ولسمشر غني په خبره، فاسدو او هغو کسانو چې د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټې ورته لومړیتوب درلود او عدالت یی تر پښو لاندې کړی و، د دې لامل شول چې نړیوالې مرستې په سمه توګه ونه لګول شي.

خو ښاغلی غني وایي چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې مهمې لاس ته راوړنې هم شته او په لویو قراردادونو په تېره په امنیتی برخو کې شفافیت رامنځته شوی او یو شمېر فاسد چارواکي د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

ده همدا راز وویل چې د اصلاحاتو ترسره کول چاته د کندې د ایستلو یا د ستونزو د جوړولو په معنی نه ده او هغه کسان داسې فکر کوي چې د هغوی شخصي او ډله ییزې ګټې په خطر کې دي.

افغان حکومت د تېرې میلادې میاشتې په پای کې د ژنیو په نړیوال کنفرانس کې د څه باندې شپېتو هېوادونو او لسګونو نړیوالو سازمانو استازو ته په بېلابېلو برخو کې د ترسره شویو کارونو په اړه معلومات ورکړل.

افغان حکومت وایي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د بروکسل په غونډه کې د ژمنې د عملي کېدو په خاطر نړیوالو په ژنیو غونډه کې له دې هېواد سره د ۵۰۰ ميلیونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وایي، که څه هم نړیوال له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکوي، خو دا ورته مهمه ده چې پوه شي چې دا مرستې په څه ډول لګول کېږي.

جان بس

نوموړي وویل:

"موږ ټول په دې پوهېږو چې فساد په افغانستان کې د پرمختګ او اقتصادي ودې مخه نېولې ده، دا شان پر حکومت د خلکو باور ته هم زیان رسوي، افغانستان د فساد د مبارزې لپاره يو چوکاټ جوړ کړی چې د فساد جرړې په نښه کړي، خو د اصلاحاتو راوستو لپاره افغان حکومت په يوازې توګه کار نشي کولای، نو مونږ باید په دغه بهیر کې له دوی سره همکاري وکړو."

په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه، د ځینو افغان چارواکو سربېره د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر سفیرانو هم برخه اخیستې وه.

په عین حال کې په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل چې له فساد سره د مبارزی په برخه شوي اقدامات د ستاینې وړ دي، خو ده څرګنده کړه چې لاهم په افغانستان کې ستونزې شته او د فساد جرړې باید له دې هېواده یو مخ وایستل شي.

راپور: نسیم شفق