د سمنګان د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي

د سمنګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د دغه ولایت د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي دي.

د سمنګان د کرنې رئیس محمد رحمان ارغندیوال نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دې ولایت کې سږ کال د بادامو حاصلات څلور زره او ۱۵۲ مټریک ټنه وو.

ښاغلي ارغندیوال همدارنګه وویل، د روان کال په ترڅ کې څه باندې ۱۱ زره بڼوال د بڼوالۍ په برخه کې روزل شوي دي.

دده په خبره، د بڼوالۍ له نويو لارو چارو سره د بڼوالو د بلدتیا په پار ننداریزې قطعې جوړول او مسلکي کارکوونکي ګمارل نورې هغه هلې ځلې دي چې د بڼوالۍ د پراختیا په موخه مو تر سره کړې دي.

د یادونې ده چې د سمنګان بادام نړیوال شهرت لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د نورو فعالیتونو ترڅنګ هڅه کوي چې په دې ولایت کې د بادامو صنعت ته وده ورکړي.