نظري: افغاني سینما لا ډېر کار ته اړتیا لري

د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:

د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه همایون هېواد وړاندې کوي.

ذبیح شفق د ارواښاد عمردراز ژوند او هنر ته کتنه کړې.

په هنر جاج کې د پښتو ژبې له نوموتي فلم جوړوونکي واحد نظري سره په افغاني سینما خبرې کړي.

په فنکار برخه له بهر مېشتې نقاشې ماریا حسین حبیبي سره د هغې په فن خبرې کړي.

په زرپاڼه کې د ارواښاد عمردراز مروت شاعري واورئ.

په ادب جام کې به د لیکوال، شاعر، سیاستوال، طبیب او د پښتنو ملي مشر اروښاد خوشحال خټک د ژوندانه د احوالو دوهمه برخه واورئ.

او په ورېښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د نولسم سرود لومړۍ واورئ.

لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي راډيویي مجله