د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اوونۍ کابل ته راځي

شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به راتلونکې اوونۍ د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو په هدف کابل ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه وویل چې قریشي د امریکا د هغو هلو ځلو په لړ کې افغانستان ته سفر کوي چې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان د همکارۍ د جلبولو په خاطر کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ملتان ښار کې یوې غونډې ته وویل، پاکستان د داسې سولې د بهیر هیله لري چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

قریشي تر دې وړاندې له افغان مشرانو سره د سولې د پروسې په اړه د خبرو لپاره د سږ کال په سپټمبر میاشت کې کابل ته سفر کړی و.