چارواکي: په جوزجان، فاریاب او کندز کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۰۹شاهین قل اردو وايي، په فاریاب جوزجان او کندز کې یې د عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دې قل اردو نن د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې په قرغان ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژلي او درې نور ټپیان شوې دي.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو چارواکو د جوزجان په فیض اباد ولسوالۍ کې هم د عملیاتو خبره کړې چې د چارواکو په وینا، په کې د ولي محمد په نوم طالبانو یو قوماندان وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندز په ښار او خان اباد ولسوالۍ کې یې په عملیاتو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.