مسؤلین: په ننګرهار کې سږ کال ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي

آرشیف

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي دي.

د دغه ریاست مشر نورالله سباوون د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په یاد ولایت کې شپږ سوه کسان د شاتو کاروبار کوي او له دې درکه د خپل کورني اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ، زیات عواید هم ترلاسه کوي.

د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې تولید شوي شات یوازې په هېواد دننه یو شمېر سترو ولایتونو لکه پکتیا، کندهار، بلخ، هرات او تر ډېره کابل ته لېږل شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال د ټول ولایت په کچه د شاتو د مچیو ۳۰۰ فارمونه شته چې تر راتلونکو کلونو به دا شمېر زیات شي او ګڼو ځوانانو ته به کاري زمینه برابره کړي.