عربي امارتو بیا د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ ژمنه کړې

متحده عربي امارتو یو ځل بیا د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

ملګرو ملتونو ته د متحده عربي اماراتو د دایمي استازي مرستيالې اميرا العفيتي «Amira Al-Hafiti» د افغانستان د وضعيت په اړه د دې سازمان په یوه غونډه کې ټينګار وکړ چې متحده عربي امارات د افغان حکومت په مشرتابه د افغانستان د سياسي حل بشپړه ملاتړ کوي.

مېرمن اميرا د افغانستان د سولې په پروسه کې د دې هیواد د ټولنې د ټولو لوريو پر ګډون ټينګار وکړ.

اميرا العفيتي همدا راز وويل، ابوظبي لېواله دی چې د افغانانو د ليدلوري د برياليتوب په خاطر په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د تامین زمينه مساعده کړي.