فرانسه به شنبه او یکشنبه د مظاهرو د امنیت لپاره ګڼ امنیتي ځواکونه وګماري

فرانسوي چارواکو اعلان کړی چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د احتمالي مظاهرو د امنیت لپاره به په ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه په دنده وګماري.

په فرانسه کې د حکومت پر ضد مظاهرې له نژدې دریو اونیو راهیسې د هغه قانون پر وړاندې د اعتراض په مقصد پیل شوي چې له مخې یې پر تیلو مالیې لوړېږي.

د اوونۍ د پای د رخصتیو له پیل مخکې د فرانسې د یو شمېر مهمو توریستي برخو مسوولانو ویلي چې د حکومت پر ضد د ژیړ واسکټو د غورځنګ له خوا په پلان شوېو مظاهرو کې د احتمالي تشدد له ویرې به سبا د شنبې په ورځ خپل کاروبار بند کړي.

د پاریس د موزیمونو، ټیاټرونو او دوکانونو مسوولانو ویلي چې د احتیاطي تدابیرو لپاره به خپل کاروبار بند کړي.

په دې ډله کې د پاریس د مشهور ایفل برج مسوولانو هم ویلي دي چې د شنبې په ورځ به سیلانیان ونه مني.

ژیړ واسکټو اعتراض کوونکو چې پر تیلو د مالیو د نوې لایحې له کبله پاریدلي، د درېیمې پرله‌پسې اوونۍ لپاره په پاریس کې مظاهرې پلان کړي دي.

په تېرو ورځو کې د دې مظاهرو په ترڅ کې تشدد هم پېښ شو چې د ولسمشر امانوئل مکرون د حکومت پرضد انتقادونه یې لا زیات کړل.

ولسمشر امانوئل مکرون

د ولسمشر مکرون حکومت د تیلو په مالیه کې د زیاتوالي لایحه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې د اقداماتو په لړ کې وړاندې کړې وه.

حکومت که څه هم د چهارشنبې په ورځ دا نوی قانون منسوخ اعلان کړ او د مالیو د لوړولو له پریکړې په شا شو، خو اټکل کېږي چې د ژیړ واسکټو د غورځنګ مظاهرې به دوام وکړي.

د اعتراض کوونکو مخکښ مشران ټینګار کوي چې په هر صورت به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او ځینې مشران یې حتی د دې مظاهرو د پراخولو خبره کوي او وايي، د دوی په نویو غوښتنو کې به د مالیو عمومي کموالی او د تنخواګانو زیاتول شامل وي.

چارواکو نن اعلان وکړ چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د احتمالي مظاهرو د امنیت لپاره به په ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه په دنده وګماري.

صدراعظم ادوارډ فیلیپ نن په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې د شنبې په ورځ به نه اتیا زره پولیس افسران په ټوله فرانسه کې د امنیت لپاره مؤظف وي.

د مؤظفو پولیس افسرانو شمېره تېره اوونۍ ۶۵ زره وه.

فیليپ وویل چې یوازې په پاریس کې به اته زره امنیتي پرسونل مؤظف وي او لسګونه زغره وال ګاډي به هم ورسره وي.