د جورج اېچ ډبلیو بوش مړی په ټکساس ايالت کې خاورو ته وسپارل شو

د امريکا د پخواني ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش مړی په ټکساس ايالت کې د خپلې مېرمنې او لور د قبرونو څنګ ته خاورو ته وسپارل شو.

د خاورو ته سپارلو مراسم د پنجشنبې په ورځ په هوسټن ښار کې تر سره شول.

تردې يوه ورځ مخکې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې پر دولتي کچه د ده اخري مراسم ولمانځل شول.

بوش د نوومبر په دېرشمه په ټکساس ايالت کې په ۹۴ کلنۍ کې مړ شو.

د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د امریکا ټولو پخوانيو ژوندي ولسمشرانو په واشنګټن ملي کليسا کې د بوش په اخري مراسمو کې ګډون وکړ.