په کندز کې د غیر مسوول وسله‌والو ډلو د ظلمونو قرباني کورنۍ عدالت غواړي

د کندز خان‌اباد ولسوالۍ څخه لسګونه کسان چې د غیرمسوول وسله والو ډلو د ظلم او ستم له کبله یې د کورنۍ غړي وژل شوي له دولته عدالت غواړي.

دغو معترضینو له ځان سره د خپلو د کورنیو د هغو وژل شویو انځورونه هم راوړي وو چې د نېول شویو غیر مسوول وسله والو له لوري وژل شوي وو.

له دغو معترضو کسانو څخه دوه تنو یې په دې اړه رسنیو ته وویل:

"زما ورور دغو نيول شوېو غیر مسوول وسله‌والو وژلی، له دولته غواړم چې زما د ورور قاتلانو ته د خپل د اعمال په مطابق سزا ورکړي.

-نیول شوېو غیر مسوول وسله والو زما ورور هم وژلی او درې کال کېږي چې مړی او ژوندی یې ورک دی."

دغه خلک د ملي یووالي حکومت له مشرانو، له عدليې او قضايي ارګانونو او دغه راز له امنیتي چارواکو غواړي چې د نېول شویو غیر مسووله وسله والو له خوا پر دوی د شویو ظلمونو پوښتنه وکړي او نېول شوي خپل‌سري وسله‌وال دې د خپلو د کړنو په سزا ورسوي.

په ورته وخت کې د کندز والي عبدالجبار نعیمي دغو معترضو خلکو ته ډاډ ورکوي چې سیمه‌ییزه اداره او دغه راز عدلي او قضايي ارګانونه ژمن دي، څو عدالت تأمین کړي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي

نوموړي زیاته کړه:

"هغه کسان چې موږ خوا ته راځي چې د غیر مسوول وسله‌والو له‌خوا يې زوی اختطاف شوی او یا وژل شوی او یا یې ځمکه غصب شوې او ظلم پرې شوی، زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ ژمن یو جنایت کاران به نیسو د قانون منګلو ته به یې سپارو او عدالت تأمینوو."

له دې سره سم د دې ولایت امنیه قوماندان عبدالباقي نورستاني په نوموړي ولایت کې ټولو خپل‌سرو ټوپکیانو ته خبرداری ورکوي چې په سیمه کې له بې بندوباریو او خپلسریو لاس واخلي او دغه راز خپلې وسلې دې پر ځمکه کېږدي.

نوموړي وویل:

"زه ټولو غیر مسوول وسله‌والو ته خبراداری ورکوم چې خپلې وسلې دې پر ځمکه کېږدي او له غیر قانوني فعالیتونو څخه دې لاس واخلي او که‌نه موږ د ولسمشر لارښونې او امر په مطابق ژمن یو چې ټول خپل‌سري وسله وال ونیسو او قانون پرې پلي کړو."

دغه متضرر شوي کسان په داسې حال کې د غیرمسوول وسله والو له ظلمونو شکایت کوي چې په دې وروستیو کې په کندز کې یو شمېر خپلسري وسله وال قوماندانان د افغان ګډو ځواکونو له خوا نيول شوي دي.

د خلکو په خبره د څه باندې یوې لسيزې راهیسې د کندز په خان اباد او یو شمېر نورو ولسوالیو کې په سلګونه غیر مسوول وسله وال چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي خپلسري فعالیتونه کوي چې په وسله والو غلاوو، قتلونو، د دولتي ځمکو غصب، باج ګېري او د انسان تښتونو په زیاتو پېښو کې ککړ پېژندل شوي دي، خو د یو شمېر تنظیمي او حزبې ګوندونو له لوري یې کلک ملاتړ کېږي، ځکه د تنظیمي ګوندونو مشران د همدې ډلو په وسيله په سیمې کې خپل سیاسي اهداف او شوم پلانونه پلي کوي.

راپور: اجمل ارین-کندز