د فاریاب په اندخوی او قرغان ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل شوي

په فاریاب کې امنیتي چارواکي وايي، د اندخوی او قرغان ولسوالیو کې یې د شاهین په نوم پوځي عملیات پیل کړي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د شاهین عملیات د پنجشنبې په ورځ د افغان امینتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا په شریکه پیل شوې او د دې ولسوالیو تر بشپړې تصفیې به دوام وکړي.

د فاریاب د پولیسو ویاند زیاته کړې چې پرون پنجشنبه د دې عملیاتو په ترڅ کې د مخالفو وسله‌والو لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه کلي یې له وسله‌والو نیولې دي.

د ښاغلي یورش په وینا افغان ځواکونه تر اوسه په‌دې عملیاتو کې مرګ ژوبله نه‌لري.

د اندخوی او قرغان ولسوالۍ د فاریاب امن ولسوالۍ بلل کیدې، خو چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو څلور ورځې مخکې پر دې ولسوالیو تهاجمي بریدونه پیل کړي دي.

خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.