پهداسې حال کې چې په توره بحیره کې د روسیې او اوکراین له تقابل وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي کړکېچن شوي، پنټاګون تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې جنګي جېټ الوتکو یې د اوکراین په هوايي قلمرو کې خارق العاده الوتنې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې متحدایالاتو او متحدانو یې دا الوتنې د ازاد اسمان د تړون له مخې وکړې، څو له اوکراین او نورو شریکانو سره خپل تعهد په ډاګه کړي.
د CNN ټلوېزیون د راپور له مخې پنټاګون همدا راز په پام کې لري چې تورې بحیرې ته یوه جنګي بېړۍ واستوي.
روسي چارواکو د دې راپورونو په وړاندې چې تراوسه نهدي تأیید شوي غبرګون ښودلی.
د پارلمان د مشرانو جرګې یا د فدراسیون د شورا د دفاعي او امنیتي کمېټې مشر ویلي چې تورې بحیرې ته د امریکا د جنګي کښتیو راتګ به د روسیې لپاره یوه نوې ضربه او د دې هېواد د سپکاوي او تحقیر په مقصد یو نوی اقدام وي.
د کیف او مسکو په اړیکو کې کړکېچ د نوومبر په ۲۵مه وروسته له هغه پراخ شو چې روسیې په توره بحیره کې د اوکراین د سمندري ځواکونو پر کشتیو ډزې وکړې.
له دې وروسته روسیې د اوکراین ۳ کشتۍ او ۲۴ ماڼوګان ونیول خو د نړیوالې ټولنې له پرلهپسې غوښتنو سره- سره تراوسه اسیران دي.