«CNN»: امریکا پلان لري چې یوه جنګي بېړۍ تور سمندرګي ته واستوي

د امریکا «سي اېن اېن» ټلوېزیون خبر ورکړی چې متحد ایالات پلان لري چې یوه جنګي بېړۍ تور سمندرګي ته ور واستوي.

دا حرکت په داسې وخت کې کېږي چې د اوکراین او روسیې سیاسي کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.

«سي اېن اېن» پرون چهارشنبه خبر ورکړ چې د امریکا پوځي چارواکو د بهرنیو چارو له وزارته غوښتنه کړې چې ترکیې ته په باسفورس او داردانېلس کې چې مدیترانه له تورې بحیرې سره نښلوي، د امریکا د یوې پوځي بېړۍ د تېرېدو له امکانه خبر ورکړي.

د اوبو دا لارې په استانبول کې تیرېږي.

په دې اړه د «سي اېن اېن» په رپوټ کې د پټو سرچینو په حواله معلومات ورکړل شوي دي.

ښکاره رسمي سرچینو په دې اړه خبرې نه دي کړې.