د ایران په چابهار کې یوې چاودنې ۲ امنیتي ساتونکي ووژل

د ایران د دولتي ټلوېزیون په حواله نن پنجشنبه د ډسمبر ۶مه، د هغه هېواد په چابهار ښار کې دوه امنیتي ساتونکي په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

چاودنه د چابهار د پولیسو یوه مرکز ته نېږدې شوې ده.

د چابهار سرپرست والي، رحمدل بامري دا خبر تأیید کړی او ویلي یې دي چې چاودېدونکي مواد په یوه موټر کې اېښودل شوي وو.

هغه ویلي چې په حمله کې ښايي تر یوه زیاتو کسانو لاس درلود.

د زخمیانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند شوی.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ګارد د پیاده ځواکونو قوماندان، محمد پاکپور د ایران نیمه دولتي اژانس تسنیم ته ویلي چې دا تروریستي حمله وه، نتېجه یې نه درلوده او په سیمه کې نظم ټينګ شوی دی.

د حملې مسوولیت چا نه دی منلی.

چابهار د عُمان پر خلیج او له پاکستان سره د ایران پولې ته نېږدې پروت دی.