د سټولټنبرګ سپارښتنه: د افغانستان انتخاباتي سیسټم باید اصلاح شي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست بریالي انتخابات به‌ دې هېواد ته د سولې او ثبات پر لور په حرکت کې لار هواره کړي.

سټولټنبرګ سپارښتنه کړې چې د افغانستان انتخاباتي سیسټم باید اصلاح شي څو شفافو ټاکنو ته زمینه برابره شي.

هغه پرون چهارشنبې د ډسمبر ۵مه، په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، طالبان باید وپوهېږي چې د جګړې دوام یوازې د خلکو کړاو زیاتوي او هېڅ بله ګټه نه لري.

سټولټنبرګ پر طالبانو غږ وکړ چې د مذاکرو لپاره تیار شي.

د ناټو عمومي منشي له افغانستان سره د ناټو د غړو د همکارۍ او مرستې پر دوام ټینګار وکړ.

هغه وویل چې د افغانستان ثبات او سوله یوازې د افغانانو نه بلکه د دوی لپاره هم په ګټه دي.

هغه نیکولاس کې په افغانستان کې د ناټو تړون د نوي ملکي استازي په توګه معرفي کړ.