خلیلزاد: د سولې د موافقې لپاره بېړه لرو او ښه به وي چې تر انتخاباتو مخکې وشي

که له یوې‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له مختلفو اړخونو سره د خبرو نوې لړۍ پیل کړې، بل لورته د طالبانو پر ضد د افغان او نړیوالو ځواکونو بریدونه هم پراخ شوي دي.

په هلمند ولایت کې تېره اوونۍ د امریکا په یوه هوايي برید کې د طالبانو د یوه مهم مشر ملا عبدالمنان وژل کېدل، د طالبانو پر ضد د بریدونو زیاتوالی ښيې چې هدف يې سولې ته د دې ډلې حاضرول دي.

په دې اړه نور: چارواکي: د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

افغان او امریکايي مقامات وايي، د طالبانو پرضد د دې لپاره هوايي او ځمکني بریدونه زیات شوي دي چې د سولې په احتمالي خبرو افغان حکومت له قوي دریځ سره ګډون وکړي.

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیل‌زاد چې د چهارشنبې په ورځ يې په اسلام‌اباد کې له پاکستاني مشرانو سره خبرې وکړې او اوس افغانستان ته تللی، تېره اوونۍ امریکايي رسنۍ «پي.بي.اېس» ته وویل چې د سولې د موافقې لپاره بېړه لري او ښه به وي چې دا موافقه د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې وشي.

د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیل‌زاد

که څه هم امریکايي مقامات په افغانستان د خپل ماموریت د پای ته رسولو لپاره د کوم مهالویش له اعلانولو ډډه کوي، خو یو شمېر افغان چارواکي اندیښمن دي چې امریکا غواړي د خپل تاریخ له تر ټولو اوږدې جګړې څخه ژر ووځي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په جګړه کې د برلاسي کېدو لپاره له افغان امنیتي ځواکونوغوښتي دي چې د طالبانو پرضد تهاجمي عملیات زیات کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه یونس فکورهم په‌دې نظر دی چې امریکا او افغان حکومت هم پر طالبانو ډیپلوماتیک او پوځي فشارونه زیات کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تېرو دوو اونیو کې د دوی هوايي ځواک د طالبانو پرضد ۱۶۱ هوايي حملې کړي دي.

د دفاع د وزارت ویاند غفور احمد جاوېد رویټرز اژانس ته ویلي دي چې دوی په‌دې بریدونو کې د طالبانو ګڼ‌شمېر قوماندانان وژلي، د روزنې مرکزونه يې ورته له‌منځه وړي او د نشه‌يي موادو په ګډون يې د طالبانو د تمویل سرچینې هم په نښه کړي دي.

افغان او لویدیځو مقاماتو خبرداری ورکړی چې له افغانستانه په بېړه د ۱۴ زره امریکايي سرتېرو وتل به افغان امنیتي ځواکونه چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په میاشتني ډول شاوخوا ۶۰۰ تلفات ورکوي، له جدي ستونزو سره مخ کړي.

په کابل کې یوه لویدیځ ډیپلوماټ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، داسې فکر کېږي چې د سولې لپاره ډیپلوماتیکې هڅې او پرطالبانو پوځي فشار باید ژر نتیجه ورکړي، که‌نه د افغانستان د جګړې په اړه به د سپینې ماڼۍ د صبر کاسه نسکوره شي.