د ایران د دولتي ټلوېزیون په حواله نن پنجنشنبه د هغه هېواد په چابهار ښار کې چاودنه شوې ده.
په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او زیات شمېر زخمیان شوي دي.
د زخمیانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند شوی.
رپوټونه وايي چې چاودنه د پولیسو یوه مرکز ته نېږدې شوې ده.
د ایران دولتي خبري اژانس، اېرنا د ناڅرګندو سرچینو په حواله ویلي چې ډېر امکان لري چې دا یوه انتحاري حمله وه او هدف یې غالباً، د پولیسو مرکز و.
اېرنا ویلي چې د پېښې ځای ته نېږدې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د حملې مسوولیت چا نه دی اخېستی.
چابهار د عُمان پر خلیج او له پاکستان سره د ایران پولي ته نېږدې پروت دی.