د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د هېواد په ۱۳ صنعتي پارکونو کې پر پانګهوالو د ځمکو د ویش خبر ورکوي.
د دغه وزارت په رسمي وېبپاڼه کې په دې اړه راغلي چې د یاد وزارت د خصوصي سکتور او صنایعو معین ویلي چې د صنعتي پارکونو د پالیسۍ له مخې دوی هغو صنعت کارانو پانګهوالو ته چې په هېواد کې پانګونه غواړي د ځمکو د ویش مسوولیت لري.
په خبر کې راغلي نوموړي دغه شان ویلي چې د ۱۱ ولایتونو په ۱۳ صنعتي کې ځمکې ویش ته تیارې دي او هغه کسان چې لېوال وي خپل غوښتنلیکونه دي، د څلور ګونو خونو او دغه شان د صنایعو او پانګونې د عالي شورا په همکارۍ د دغه وزارت د صنعتي پارکونو عمومي ریاست ته وسپاري.