د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي په کندهار، زابل او ارزګان کې د وروستیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د دې قول اردو ویاند جګړن یحي علوي وویل، د کندهار په خاکرېز، د زابل په شاجوۍ او د ارزګان په خاص ارزګان کې د ملي اردو د ځواکونو په ترسره شوېو عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.
په وژل شوېو او ټپیانو کې د وسله والو یو شمېر قوماندانان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.