د روسیې دفاع وزارت د پرمختللو تهاجمي سیستمونو په سلسله کې چې کریملن یې د پراختیا او تولید ژمنه کړې، د لایزري وسلو یو نوی سیستم په ډاګه کړ.
په هغه ویډیو کې چې دې وزارت پرون په خپله وېبپاڼه کې ایښې د پیریسویټ «Peresvet» په نوم نوی سیسټم له هنګره راوځي او نندارې ته وړاندې کېږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تېر مارچ میاشت کې ملت ته په وینا کې د یو شمېر پرمختللو وسلو تصویرونه وښودل چې د ده په وینا د روسیې پوځ پراختیا ورکوي.
په دغو لایزري سیسټمونو کې تر اوبو لاندې د اټمي ډرون او د اټمي کروز میزائیلو سیسټمونه هم شامل دي.
پوتین هغه مهال ویلي وچې د لایزري وسلو په برخه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی او نور هغه کومه طرحه نه ده او نه هم د تولید په لومړۍ مرحله کې دي بلکې ځواکونه یې له تېر کال راهیسې پر دغو وسلو سمبال شوي دي.
تراوسه دا نه ده روښانه چې دغه سیسټمونه چې د لایزر وړانګو په ذریعه هدف ولي، څه ډول فعالیت کوي.