د جورج بوش مړی به تکزاس ایالت کې خاورو ته وسپارل شي

د امریکا د پخواني ولسمشر مشرجورج بوش مړی به د تکزاس ایالت په هغې هدیرې کې خاورو ته وسپارل شي چې د ده مېرمن او یوه لور چې پنځوس کاله مخکې مړه شوې وه، ښخ شوي دي.

د واشنګټن« DC» په لویه کلیسا کې د جنازې له دولتي مراسمو وروسته د هغه تابوت چې د امریکا پر بېرغ پوښل شوی و، هاسټون ښار ته ولېږدول شو.

بوش اووه ورځې مخکې د نوومبر په دېرشمه په همدې ښار کې د ۹۴ کلنۍ په عمر مړ شو.

د بوش مړی به په تکزاس کې د هغه په جمهوري کتابتون کې د خپلې مېرمنې باربارا او د خپلې لور رابین ترڅنګ ښخ شي. باربارا د روان کال په لومړیو کې مړه شوې وه او رابین هم په۱۹۵۳ میلادي کال کې په ۳ کلنۍ مړه شوې وه.

په واشنګټن کې د هغه د جنازې په دولتي مراسمو کې اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخوانیو ټولو ژوندیو ولسمشرانو، بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش، بېل کلېنټن او جیمي کارتر ګډون کړی و.