پوتین: له «INF» تړونه د امريکا د وتلو پر پرېکړه سم غور نه و شوى

ولادیمیر پوتین

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين وايي، له اى، اېن، ايف «INF» تړون څخه د امريکا د وتلو پر پرېکړه سم غور نه و شوى. دا د منځ-واټنه اټمي توغنديو د کنټرول تړون دى.

خو ولادیمير پوتين پرون چهارشنبه په مسکو خبريالانو ته د وينا پر مهال خبردارى ورکړ:

"موږ د دغه تړون د ماتولو پرخلاف يو، که دغه تړون ماتېږي موږ به له شرايطو سره سم عکس العمل څرګندوو."

د روسيې ولسمشر وويل، که د امريکا متحد ايالتونه ځان په هغو وسلو سمبال کړي چې په دغه تړون کې منع اعلان شوي، مسکو به يې په وړاندې رسمي شکايت وکړي.

ښاغلي پوتين وويل:

"زموږ ځواب به ډېر ساده وي، که امريکا داسې اقدام وکړي، موږ به هم ورته اقدام کوو."

پوتين داسې اشاره ورکړه چې روسيه به هم هغه وسلې جوړې کړي چې په تړون کې منع اعلان شوي دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اکتوبر مياشت کې اعلان کړى و چې واشنګټن به د منځ-واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړونه ووځي.

هغه وويل چې روسيه له دغه تړونه سرغړونه کوي، خو روسيې دا ادعا رد کړې ده.

بل‌خوا د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا پرون وويل:

"د امريکا د دغه دريځ د رښتيا ثابتېدو لپاره له دوى سره شواهد نه‌دي شريک شوي دي."

په ١٩٨٦میلادي کال کې دغه تړون د پخواني شوروي اتحاد د رهبر ميخايل ګورباچوف او د امريکا د ولسمشر رونالډ رېګن ترمنځ لاسليک شوى و.