د نړۍ رهبرانو د امريکا متحدو ايالتونو په پلامېنه واشنګټن ډي سي کې د پخواني ولسمشر جورج، اېچ، ډبليو بوش جنازې ته د احترام مراتب پرځاى کړي.
د ده مړى چې پرون د کانګرس په ودانۍ کې ايښوول شوى و، د ښخېدو لپاره ملي کليسا ته ولېږدول شو.
د امريکا يوڅلوېښتم ولسمشر جورج، ايچ، ډبليو بوش د جمعې په ورځ د ٩٤ کلونو په عمر مړ شو.
ده له اوږدې مودې راهيسې د پارکينسن يا د اندامونو د رېږد له ناروغۍ ځورېده.
د هغه زوى جورج، ډبليو بوش چې دى هم د امريکا ولسمشر پاتې شوى، د خپل پلار مړي ته د احترام د ادا کولو پر مهال دى نجيب شخص او تر ټولو غوره پلار وباله.
د درناوي په دغو مراسمو کې د امريکا درې نور ولسمشران جيمي کارتر، بېل کلېنټن او بارک اوباما هم له خپلو مېرمنو سره حاضر وو.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې مخکې يې د بوش پر کورنۍ انتقاد کړى و، له لومړۍ مېرمنې ميلانيا ټرمپ سره دغو مراسمو ته ورغلى و.
د درناوي د اداينې په دغو مراسمو کې د نورو رهبرانو تر څنګ د بريتانيا شهزاده ويلز، د جرمني صدراعظمه انګېلا ميرکل او د اردن پاچا دوهم عبدالله هم حاضر و.