د ناټو يوه چارواکي د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې پر زياتېدو اندېښنه وښوده.
د ناټو لوى ملکي استازي کارنليوس زيمرمن «Cornelius Zimmermann» په بروکسل کې د ازادي راډيو له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل:
"موږ ټول د مرګ ژوبلې د شمېر زياتېدو له کبله خواشيني او اندېښمن يو. د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت پوځي مشر جنرال سکاټ مېلر هم دا موضوع مطرح کړې ده. موږ په پام کې لرو، خپل د روزنې او سلا مشورې همکاري نوره هم اغېزناکه کړو."
د افغانستان دفاع وزارت تېره مياشت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د يوې ستراتيژۍ د جوړولو خبر ورکړ.
تردې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو چې په تېرو څلورو کلونو کې ۲۸ زره پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړى چې يوازې د نوومبر له نهمې تر پنځلسمې لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي.