ناټو د افغانانو په مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وښود

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وښود.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، په افغانستان کې وضعیت ستونزمن دی.

هغه زیاته کړه، په تېرو څو میاشتو کې افغانستان د بریدونو شاهد وو، خو دی وایي په افغانستان کې پاتې کېږي څو دغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالو تروریستانو لپاره په یوه امن پناه ځای بدل نه شي.

په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ګډون کړی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې هڅې ډېرې شوي دي، خو طالبانو په پرله‌پسې ډول له افغان حکومت سره د سولي مخامخ خبرې رد کړي دي.

ناټو اوس مهال په افغانستان کې تر ۱۶ زرو ډېر پوځيان لري چې تر ډېره د افغان ځواکونو په روزنې او سلامشورو بوخت دي.