د یمن د حکومت یو پلاوی چې د سعودي عربستان ملاتړ لري، له حوثي یاغیانو سره د سولې په مذاکراتو کې د ګډون لپاره سویډن ته ولاړ.
د سولې دغه خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ترسره کېږي.
هغه ډله چې د عبدالربه منصور هادي استازیتوب کوي، له سعودي عربستانه د سویډن پر لور روان شو.
تردې یوه ورځ دمخه سې شنبه د حوثي یاغیانو پلاوی هم سویډن ته ولاړ چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ورسره ملګری وو.
له ۲۰۱۶ میلادي کال راپهدېخوا دا د یمن د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ لومړنۍ خبرې دي.
د یمن د سولې خبرې داسې مهال کېږي چې ملګري ملتونه پهدغه هېواد کې د یوه اقتصادي بحران خبرداری ورکړی دی.