د افغانستان ولسمشر نن تر غرمې دمخه د هسپانیې له دفاع وزیرې سره ولیدل.
د ارګ لهخوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې پهدې لیدنه کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ترورېزم پر وړاندې ګډې مبارزې، د سولې پروسې او د امنیتي او دفاعي سکتورونه پر اصلاحاتو بحث شوی دی.
د هسپانیې دفاع وزیرې ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې مادرېد د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
مېرمن مارګریتا روبلیس ویلي چې د هسپانیې حکومت او خلک د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتېږي.
ولسمشر غني په بېلابېلو برخو په تېره بیا د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د هسپانیې د همکارۍ ستاینه وکړه.
پهدې لیدنه کې په کابل کې د هسپانیې سفیر هم شامل وو.