هلمند چارواکي: د لښکرګاه د څلورمې حوزې په عملیاتو کې پرمختګ شوی

افغان ځواکونو د هلمند د لښکرګاه د څلورمې حوزې په عملیاتو کې پرمختګ کړی دی.

د هلمند د والي ویاند وايي، ګڼو وسله‌والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده او روان عملیات د کوم مقاومت سره نه‌دي مخامخ شوي.

بلخوا ددې د هلمند ولایتي شورا وايي، دولتي مسوولین دې د عملیاتو پر مهال د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو او افغان ځواکونو له‌خوا په‌دې وروستیو کې د ځینو عملیاتو پر مهال د ملکي کسانو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

په دې اړه بشپړ حال د ازادي راډیو د خبریال محمدالیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور