په کونړ کې مالټو، نارنجو او لیمو سل میلیونه افغانۍ عاید کړی

د کونړ ولایت چارواکي وايي، روان کال بڼ‌والو د مالټو، نارنجو او لیمو له باغونو سل میلیونه افغانۍ عایدات کړي دي.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ چارو رئیس انعام الله ساپي ازادي راډیو ته دا اندازه عایدات په څه باندې دوه زره جریبه ځمکه د ابادو باغونو څخه راټول شوي چې تمه ده کال ته لا پسې پراخ شي.

په کونړ کې د دغې مېوې د عایداتو د زیاتېدو علت دا ښودل شوی چې د نورې میوې په پرتله لږې خرابېږي او سړو خونو ته هم ډېر ضرورت نه‎لري.