په ننګرهار کې د انعکاس راډيو موسس وسله‌والو تښتولی

په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د یوې خصوصي راډيو موسس له پرون ماښام راهیسې ناپيژاندو وسله‌والو تښتولی دی.

د رپوټونو په اساس د انجنیر زلمي موټر چلوونکی وسله‌والو په ډزو وژلی او خپله دی یې له ځانه سره بیولی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون لیکلي چې د ننګرهار امنیتي او سیمه‌ییز چارواکي د دې پېښې جدي پلټنه او د انعکاس راډیو د بنسټګر انجنیر زلمي د موندلو او راخوشې کولو هڅه کوي.

ده دا هم لیکلي چې په رسنیو او د رسنیو په کارکوونکو برید د بیان پر ازادۍ برید دی او هېڅ د توجیه وړ نه‎دی.